د سمنګان ولایت څخه مو تازه خبر تر لاسه کړ،چې په دغه ولایت کې د څو ورځو راهیسې روان لاریون نن خونړۍ بڼه خپله کړې او درې تنه مظلوم هیواد پکې شهیدان شوي.
عیني شاهدان وايي نن د سمنګان د په اصطلاح والي خیرالله انوش ساتونکو مخامخ پر تش لاسو مظاهره چیانو ډزې وکړې او په پایله کې يې درې تنه شهیدان او لس نور ټپيان کړل.
د سمنګان د ولایتي شورا رئیس احمدضیا او خپله والي د خپلو خونکارو ساتونکو له لورې د درو تنو د شهادت او لسو نورو د ټپي کېدا پخلی کړی ؛خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
عیني شاهدان دا هم وايي چې مظاهره چې د ولایت مقام مخته روانه وه، اوس د پولیسو له لورې محاصره شوې او هېڅوک آن د ټپیانو لېږدولو ته هم نه ور پرېښول کېږي
افغانستان